د امارتي شرکتونو لوی ریاست د انسجام او همغږۍ رئیس معرفي شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال،د تفتیش رئیس، سید عبدالباري هاشمي او د سوداګریزو چارو رئیس، مولوي عبدالحلیم آغا په شتون کې د انسجام او همغږۍ ریاست لپاره د نوي رئیس، قاضي عبدالله عبید د معرفت غونډه ترسره شوه.
د یادې معرفت غونډې په پیل کې د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال وویل چې د قاضي صاحب په راتګ سره به په اړوند برخو کې چارې لا ښې پرمخ ولاړې شي او د بهبود پر لوري به حرکت وکړو.
همدارنګه ښاغلي فرهادوال زیاته کړه چې دا یوه عمومي او مهمه اداره ده چې پر ټولو شرکتونو نظارت لري، نو د کار او هڅو ساحه یې پراخه ده؛ تمه ده چې د لا ډېرو هڅو له لارې به د شرکتونو فعالیتونه پیاوړي او دا اداره به د هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې لا اغېزمن رول ولوبوي.
ور پسې د سوداګریزو چارو رئیس، عبدالحلیم آغا د انسجام او همغږۍ نوي رئیس ته ښه راغلاست ووایه او د یادې ټاکنې په موخه یې د ریاست الوزارء محترم مقام حکم ولوست او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
د غونډې په پای کې د انسجام او همغږۍ نوي رئیس، قاضي عبدالله عبید ته د لا بریاوو، توفیق او هېواد ته د لا ډېرو خدمتونو او په اداري چارو کې د پرمختګ په موخه دعا وشوه.