د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د تړون د ورکړې خبرتیا!
1404/11/20 00:00
Mumtaz خبرونه
د تړون د ورکړې خبرتیا! د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د دويمې فقرې سره سم، ټولو غوښتونکو ته خبر ورکوي چې د (یو عراده هینو موټر، یو عراده د تېلو د لېږدونې ټانکر او یو عراده زرنج موټرسایکل) د تدارک او برابرولو تړون د بلال عیسی ‌زاده لوژستیکي او سوداګریز شرکت سره، چې د (۷۴۵۲۲) ګڼې جواز لرونکی دی او د کابل ښار، دویمې ناحیې، محمود ټاور کې موقعیت لري، ترسره کړي. د تړون لومړنۍ بیه (۳۹۶۵۰۰۰ درې میلیونه، نهه سوه پنځه شپېته زره) افغانۍ ده. هغه حقيقي او حكمي اشخاص چې هر ډول نيوكه لري، د تداركاتو قانون د ۵۵مې مادې سره سم، په ليكلې بڼه، سره له دلایلو د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (٧) کاري ورځو پورې، د ننګرهار وادي كرنيز امارتي شركت د تداركاتو عمومي مدیریت ته وسپاري. یادونه: دا خبرتيا د تړون د ورکړې په معنا نه ده او د پورته ذكر شوې مودې او قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون لاسليك نه شي. پته: د کابل ـ جلال آباد لویه لاره، سرخرود دوه سړکه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ـ ننګرهار