د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/5/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي په پام کې لري ترڅو د خپل ملکیت ۱۱۹۶ متره مربع ځمکه، چې د قبول غلې له شمالي دروازې سره موقعیت لري، د میاشتې (۱۸۰۰۰ اتلس زره) افغانیو کرایې په بدل کې د ۳ کلونو لپاره، یاسر بهیر سوداګریز شرکت ته په کرایه ورکړي.
 
هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او د خصوصي سکټور شرکتونه چې غواړي یاد ملکیت له ټاکل شوې بیې په لوړه کرایه ونیسي، کولای شي خپلې غوښتنې د خبرتیا له خپرېدو څخه تر ۱۹ ورځو پورې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
 
غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه او خپله دې د ۱۴۰۵/۰۶/۰۸ نېټې، د یکشنبې ورځ د داوطلبۍ غونډې ته حاضر شي.
 
یادونه: د آفر تضمین ( ۶۰۰۰۰، شپېته زره) افغانۍ په نغدي توګه اخیستل کېږي.
 
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل