د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت نوی مالي او اداري رئیس معرفي شو
1405/5/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت نوی مالي او اداري رئیس معرفي شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال، د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري او د تفتیش رئیس، سید عبدالباري هاشمي په شتون کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت لپاره د نوي مالي او اداري رئیس، محمد یونس غالب د معرفت غونډه ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال نوي ګمارل شوي رئیس ته د بریالیوب هیله څرګنده او زیاته یې کړه چې په اوس وخت کې د خدمت کولو فرصت یوه ځانګړې لورېینه ده او باید په پوره اخلاص سره یې ترسره کړو.

ښاغلي فرهادوال په خپلو خبرو کې وویل چې له نویو ټاکنو سره به په ابن سینا فارمسي امارتي شرکت کې د تحول او نويو پرمختګونو شاهدان واوسو.

په پای کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تفتیش رئیس، سید عبدالباري هاشمي نوي ټاکل شوي رئیس ته مبارکي وویله او په کارونو کې یې ورته د اسانتیاوو، لاسته راوړنو او پرمختګ غوښتنه وکړه.