د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هرات له والي سره ولیدل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي اختر محمد منصور د هرات له والي، شیخ نوراحمد اسلام جار سره د ټاپي ګازو د وېش شبکې او د افغان ګاز د استازولۍ پر جوړېدو خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د هرات ښار او صنعتي پارکونو لپاره د ټاپي پروژې د طبیعي ګازو د وېش شبکې د جوړولو، د پروژې د تطبیق د چټکتیا، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او نورو مهمو تخنیکي او اداري موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وشوې.
د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي اخترمحمد منصور په یاده لیدنه کې وویل چې د دې سفر مهمې موخې له ټاپي پروژې څخه د هرات ښار، صنعتي پارکونه او پانګوالو ته د طبیعي ګاز برابرول او په دې ولایت کې د افغان ګاز امارتي شرکت د کاري دفتر او رسمي استازولۍ جوړول دي، څو د ګازو اړوند خدمتونه په چټک، معیاري او اغېزمن ډول وړاندې شي.
همداراز د هرات والي، شیخ نوراحمد اسلام جار د افغان ګاز امارتي شرکت د پلانونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د هرات ولایتي اداره به د ټاپي ګازو د وېش شبکې د جوړېدو، د افغان ګاز د استازولۍ د پرانیستې او نورو اړوندو پروژو د بریالي تطبیق لپاره بشپړه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې هرات ښار او صنعتي پارکونو ته د طبیعي ګازو رسېدل به د صنعت پراختیا، د پانګونې زیاتوالي، د کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د هېواد اقتصادي ودې لپاره بنسټیز ګام وي.