بغلان کې د مېټرونو ارزونې دستګاه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د برېښنا مېټرونو کره تخنیکي ارزونې په موخه، دا ځل په بغلان ولایت کې د دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت د مېټرونو چک او ارزونې ځانګړې پرمختللې دستګاه ګټې اخېستنې ته وسپارله.
د لومړي ځل لپاره د مېټرونو تخنیکي ارزونې دا دستګاوې د افغانستان برېښنا شرکت په ځینو ولایتونو کې نصبوي چې پر مټ یې مېټرونو کې هر ډول تخنیکي ستونزې، وروستي لګښتونه او خپلسرې لاسوهنې تثبیت کېږي.
د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د برېښنا لګښت عصري سیستمونو لپاره د پرمختګ نوي ګامونه اخلي، چې ورسره خدمتونو کې بدلون راځي او پېرودونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته کېږي.