د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت ۱۵ بسوې سپینه ځمکه چې د باغ لب دریا په سیمه کې موقعیت لري، د ۱۰ کلونو لپاره د خلاصې داوطلبۍ (تړل شویو آفرونو) له لارې په اجاره ورکړي.
هغه شرکتونه، افراد او اشخاص چې غواړي د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، کولای شي د شرطپاڼې ترلاسه کولو لپاره د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو آمریت ته مراجعه وکړي.
د آفرونو د پرانېستلو غونډه به د دې خبرتیا له خپرېدو څخه ۱۰ ورځې وروسته، د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په تالار کې ترسره شي.
پته: د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت، پل معدن، درېیمه ناحیه، پلخمري ښار – بغلان
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:
0784342000