د بوینګ ۷۳۷ الوتکې انجن له امریکا څخه کابل ته را ولېږدول شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آریانا افغان هوايي شرکت له لوري د بوینګ ۷۳۷ الوتکې انجن، چې په امریکا کې د ګمرکي پروسې له امله ځنډېدلی و، د اړوندو ګمرکي مراحلو تر راخلاصولو وروسته کابل ته را ولېږدول شو.
دا انجن د ۲.۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت له (Global Engine) امريکايي کمپنۍ څخه پېرل شوی، چې تر را لېږدونې وروسته به د آريانا د تخنيکي ټيم لخوا په ډيلټا بوينګ ۷۳۷ الوتکه کې نصب شي.
د یاد انجن را لېږدول د آریانا افغان هوايي شرکت د الوتکو د تخنیکي او عملیاتي ظرفیت د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د آريانا افغان هوايي شرکت هڅه کوي چې د تخنیکي پرزو او تجهیزاتو د برابرولو بهیر په چټکتیا سره بشپړ او د الوتکو د فعالیت لپاره لازم شرایط برابر کړي.