د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/5/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې ‌کام مخابراتي امارتي شرکت ټولو پر شرايطو برابرو اشخاصو ته بلنه ورکوي، ترڅو د سلام شبکې لپاره په دوو لاټونو کې د برېښنایي تجهیزاتو او رېکټیفایرونو د تدارک او برابرولو پروژې په داوطلبۍ پروسه کې چې تشخیصیه شمېره REBID AFTEL/1404/G-17/NCB  ده، ګډون وکړي.
 
غوښتونکي دې د شرطپاڼې سافت کاپي د ملي تدارکاتو ریاست، د افغان ټېلې ‌کام مخابراتي امارتي شرکت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وېب ‌پاڼو څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه دې د شرطپاڼې، د تړونونو د قانون او د دې امارتي شرکت د تدارکاتي مراحلو له شرایطو سره سم د خبرتیا له خپرېدو څخه تر آفر پرانېستنې ورځې پورې په تړلي ډول وړاندې کړي.
 
د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشت په ۱۴مه نېټه د سهار ۱۰:۰۰ بجې د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د کنفرانسونو تالار کې جوړېږي.
 
یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
 
پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۱۰۹۱۸۴
https://www.afghantelecom.af/en/opportunities/procurement-notice