بغلان کې نږدې ۱۵۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره له برېښنا څخه برخمنې شوې
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د هېواد بیلابېلو کلیو او بانډو ته د برېښنا رسونې پراختیايي پروژو په دوام دا ځل د بغلان چشمه شیر سیمه کې د ۱۶۰ کېلوولټ امپیره په ظرفیت یو ترانسفارمر ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د دغه ترانسفارمر ګټې اخېستنې سره نږدې ۱۵۰ ځایي کورنۍ د لومړي ځل لپاره له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د یادونې وړ ده چې پر دې پروژه شاوخوا ۱.۵ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی، چې د افغانستان برېښنا شرکت له بودېجې ورکړل شوي دي.