د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه، د مدیره هیئت د رئیس، قاضي نعیمالدین عمر په مشرۍ، د مدیره هیئت د غړو، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس او د مرکزي ریاستونو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د بېلابېلو موضوعاتو، لکه اداري چارو، معاشونو، ترانسپورټ، د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د ترسره شویو فعالیتونو راپور، د فاضلابو چارو د تنظیم لارښود مسودې او د فاضلابو ریاست د تعرفې د ټاکلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د مدیره هیئت غړو د مطرح شویو موضوعاتو له ارزونې وروسته، د بحث شویو مواردو په اړه د قانون په چوکاټ کې لازمې پرېکړې وکړې، چې د مدیره هیئت له لوري تصویب شوې.
د غونډې په پای کې، د ترسره شویو پرېکړو پر تعقیب او تطبیق او د اړوندو چارو د ترسره کولو په موخه پر لازمو اقداماتو ټینګار وشو.