د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت، ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، ترڅو د سمنګان ولایت د ایبک ښار د ریکتیفایر/ د بیټرۍ چارجر د تدارک او برابرولو د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د (د افغانستان برېښنا شرکت/۱۴۰۴/ ملي پرانېستې داوطلبي / اجناس-۰۸۶ بیاځلي اعلان) کوډ شمېرې درلودونکې ده، ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي چې د شرطپاڼې کاپي په فلش ډېسک کې د اجناسو د تدارکاتو مدیریت او یا هم له (www.dabs.af) وېبپاڼې څخه تر لاسه کړي؛ همدارنګه دې خپلې آفرې د شرطپاڼې د شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په تړلې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان برېښنا شرکت د تدارکاتو او برابرولو ریاست ته وسپاري.
له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۴/۱۲/۰۳ نېټې، یکشنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې او د آفر پرانېستنې غونډه پر ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ نېټه، د چهارشنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې، د افغانستان برېښنا شرکت د کنفرانس خونه کې جوړېږي.
یادونه: د آفر تضمین ( ۳۰۰۰۰ دېرش زره) افغانۍ دی، ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د افغانستان برېښنا شرکت، درېیمه ناحیه، دهمزنګ ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۵۱۳۶۷۷