د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/5/19 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۱۰) بابه درملتونونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د تړلي آفر په بڼه، په اجاره ورکوي.
 
۱- مرکز، د خیرخانې د کوتل سر (۳۲مه) شمېره امارتي درملتون؛
۲- مرکز، د قره باغ ولسوالۍ (۳۷مه) شمېره امارتي درملتون؛
۳- مرکز، د اسقلال روغتون (۲۶مه) شمېره امارتي درملتون؛
۴- جوزجان ولایت، د اتاترک روغتون ترڅنګ (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون؛
۵- د تخار ولایت، د رستاق ولسوالۍ (۲مه) شمېره امارتي درملتون؛
۶ـ د هرات ولایت، شینډنډ ولسوالۍ (۵مه) شمېره امارتي درملتون؛
۷ - د هرات ولایت، د انجیل ولسوالۍ (۶مه) شمېره امارتي درملتون؛
۸ - د هرات ولایت، د جبرئیل ولسوالۍ (۷مه) شمېره امارتي درملتون؛
۹ - د هرات ولایت، د کرخ ولسوالۍ (۸مه) شمېره امارتي درملتون؛
۱۰ - د هرات ولایت، د رواشان ولسوالۍ (۱۱مه) شمېره امارتي درملتون.
 
هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړونده شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
 
د درملتونونو د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۵/۲۵ نېټې، یکشنبې ورځې د سهار پر ‍۹:۰۰ بجو، د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.
 
یادونه: تضمین د شرطپاڼې د مادو او مقرراتو له مخې اخیستل کېږي.
 
پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دوشمشېره ـ کابل