د افغان ګاز او ترکمن ګاز ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پېرلو هوکړه لیک لاسلیک شوه
د هرات ولایت په تورغونډۍ کې، د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي مشر، قربانقلي بردي محمدوف په حضور کې، د افغانستان په استازیتوب د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي اخترمحمد منصور او د ترکمنستان په استازیتوب د دغه هېواد د دولت وزیر او د ترکمن ګاز دولتي تصدۍ رئیس ترمنځ، د ټاپي پروژې د ګازو د پېرلو هوکړه لیک لاسلیک شوه.
د دغه هوکړه لیک له مخې به د افغانستان لپاره د طبیعي ګازو د پېرلو اړوند مهم تخنیکي او سوداګریز موارد تنظیم شي، چې پکې د ګازو د بیې ټاکل، د هېواد د اړتیا وړ ګازو کچې معلومول او د ګازو د لېږد او وېش میکانیزم شامل دي.
د هوکړه لیک عملي کېدل به د افغانستان د انرژۍ د اړتیاوو په پوره کولو، د صنعتي پارکونو او تولیدي فابریکو په فعالېدو، د پانګونې په پراختیا، د کارموندنې په زیاتېدو او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.
د ټاپي پروژه، چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، د سیمې له ستراتیژیکو او مهمو اقتصادي پروژو څخه شمېرل کېږي چې له لارې به یې نه یوازې د ټرانزیټ له درکه عواید ترلاسه شي، بلکې د کورنیو اړتیاوو لپاره به هم له طبیعي ګازو څخه ګټه واخیستل شي.