په پلعلم ښاروالۍ کې د اسنادو د خونديکولو پروګرام ترسره شو
د امارتی شرکتونو لوی ریاست د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت مسؤولینو او تخنیکي ټیم، د لوګر ولایت د پلعلم ښاروالۍ د عوایدو له مسؤولینو او د جوازونو او صفایي له مدیرانو سره د خوندي اسنادو د نښو او ځانګړتیاوو پېژندنې په موخه ناسته ترسره کړه.
دغه پروګرام د اسنادو د خوندي کولو، د یادې پروسې د پړاونو، د خوندي اسنادو د بېلګو، د خوندي او غیر خوندي اسنادو ترمنځ د توپیر او په اداراتو کې د دغو اسنادو د کارونې او څرنګوالي د معرفي کولو په موخه جوړ شوی و.
د ناستې په ترڅ کې د یاد امارتي شرکت د تخنیکي ټیم له لوري ګډونوالو ته د اسنادو د خونديکولو په اړه پرېزېنټېشن وړاندې شو او د تخنیکي وسایلو په کارولو سره د خوندي اسنادو د تشخیص لپاره عملي بېلګې هم وښودل شوې.
دغه بهیر چې د ریاستالوزراء محترم مقام او د امارتي شرکتونو لوی ریاست د حکم له مخې پیل او څارل کېږي، د پلعلم ښاروالۍ د مسؤولینو له تود هرکلي سره مخ شو او د اسنادو د خونديکولو په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.