خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رهبري د عامه پوهاوي د لوړولو او د قانوني نظم د ټينګښت په موخه دغه خبرتیا د ننګرهار ولایت ۷ ولسوالیو (سرخرود، بهسود، ښيوه، بټي کوټ، رودات، مهمند درې او غني خېلو ) درنو ولسونو په شمول د جلال آباد ښار درنو ښاریانو سره شريکوي.
د یادو سیمو ټولو اوسېدونکو ته د ننګرهار وادي كرنيز امارتي شرکت اړوند د پنځه ګونو فارمونو زراعتي، باغي، ځنګلاتي، مخروبه ځمکو د ډرونټې څخه تر ۳۱ ويالې پورې د زابرونو (جرونو) حريمونو او د لوی کانال دواړو خواوو حریمونو سره نږدې ځمکې لري او يا هم د دې ریاست اړوند په غصبي ملكيتونو کې په خود سره توګه موقتاً استوګن دي، لاندې څو مهمو سپارښتنو ته پاملرنه وكړي.
۱ ـ په غصبي ساحو کې هېچاته اجازه نه شته چې پېر او پلور ترسره کړي او يا هم نوې آبادي ترسره کړي.
۲ ـ د دې شرکت اړوند ملكيتونو سره د نږدې ځمکو مالکین باید د مدار حکم سند په موجودیت کې د ځمکې د پلورنې څخه مخکې، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ته مراجعه وکړي، د خپلې ساحې د تفکیک او تثبیت وروسته دې اقدامات ترسره کړي.
۳ ـ هغه اشخاص چې له دې شرکت سره په هره ساحه کې پُلوان شريکې ځمكې لري او غواړي چې په خپله ځمکه کې موجوده ونې پرې كړي، بايد مخکې له پرې کولو د خپل ملکیت د اصلي مدار حکم سند موجودیت په صورت کې، د رسمې عرض پاڼې په ذریعه دې د ځمکې اصلي مالک د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت ته عارض شي او د ځمکې د تفکيک او تثبيت وروسته دې د ونو په پرې کولو، اقدامات ترسره کړي.
یادونه: د سیمو د ټولو درنو اوسېدونکو څخه هیله کېږي، چې پورته ذکر شوي موارد حتماً رعايت كړي، ځكه چې د محافظ ټولۍ قومانداني د دې شرکت د ټولو ملكيتونو ، تأسيساتو او اموالو د ساتنې، د غصب او ونو د سرقت د مخنيوي مسئولیت په غاړه لري؛ که څوک غفلت او بي اعتنايي وكړي، سرغړوونكي اشخاص به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل کېږي.