د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه
1405/5/20 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري په مشرۍ، د تخنیکي کمېټې ناسته د اړوندو غړو، تخنیکي متخصصینو او د بېلابېلو امارتي شرکتونو استازو په شتون کې ترسره شوه.
 
د ناستې په پیل کې د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت د ۱۳ پایو مختلف النوع ماشین آلاتو د پېر موضوع او د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د درملو تولیدي اقلامو د شمېر موضوع په اړه بحث وشو.
 
په یاده ناسته کې د ازادۍ مطبعې، د مزارشریف د سرې او برېښنا د تولید، د ملي پراختیا او افغان ګاز امارتي شرکتونو د مدیره هیئت د پرېکړو او د روان کال په مالي، سوداګریزو او تدارکاتي پلانونو په اړه هر اړخیزې خبرې ترسره شوې.
 
همداراز د پروان ولایت په باریکاب سیمه کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښناکوټ د جوړولو طرحې منظوري، د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولیدي دستګاه د نښلولو، د هرات ولایت په غوریانو ولسوالۍ کې د ۱۰ مېګاواټه لمریز برېښناکوټ د جوړولو طرحه، په هلمند کې د ۱۰ مېګاواټه او د کندز په عسقلان کې د ۲۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو پر موضوعاتو باندې بحثونه وشول.
 
د غونډې په پای کې د ملي پراختیا، د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو، نفت او ګاز، افسوټر، د لاسي صنایعو او افغان پُست امارتي شرکتونو پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې.