د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د کرنې او مالدارۍ لومړني نندارتون د پیل په مراسمو کې ګډون وکړ
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال او ورسره مل پلاوي د کرنې او مالدارۍ لومړني نړیوال نندارتون د پرانېستنې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د یادو مراسمو په پیل کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان وویل چې دا نندارتون یوازې د زراعتي محصولاتو ننداره نه ده، بلکې د هېواد د اقتصادي استقلال په لوري زموږ د ګډ عزم نښه ده.
ښاغلي بلال زیاته کړه چې د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو لپاره امارت خپل شته ټول امکانات په کار اچولي دي او په دې برخه کې د لا اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي او هیله لرو چې په داخل د هېواد کې مونږ د خپلو زراعتي تولیداتو د زیاتوالي سربېره د هغوی د غوره او معیاري پروسېس لپاره هم زمینه برابره کړو.
همدارنګه د امارتي شرکتونو عمومي رئیس وویل چې د کورنیو او بهرنیو بازارموندنې لپاره امارت او خصوصي سکټور باید په همغږۍ سره کار وکړي، ترڅو یې کورنیو تولیداتو لپاره ښه بازار برابر کړي؛ امارتي شرکتونه ژمن دي او لا کار کوي، ترڅو د زراعتي تولیداتو په برخه کې خپل فعالیت ته لا وده ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د کرنې او مالدارۍ لومړنی پنځه ورځنی نړیوال نندارتون، نن سه شنبه ورځ د زمري پر۲۰مه، د ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو کرنیزو شرکتونو په ګډون سره پیل شو، چې پکې بېلابېل کرنیز محصولات نندارې وړاندې شوي دي.