د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/5/21 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا! 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو د خپل ملکیت کوچنۍ نانوایي ودانۍ چې مساحت یې (۲۱۷/۹۵) متر مربع دی، د میاشتي (۸۴۰۰۰ څلور اتیا زره) افغانیو په بدل کې د ۳ کلونو لپاره په اجاره ورکړي. 

هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او د خصوصي سکټور شرکتونه چې غواړي یاد ملکیت له ټاکل شوې بیې په لوړه کرایه ونیسي، کولای شي خپلې غوښتنې د خبرتیا له خپرېدو څخه تر ۲۱ ورځو پورې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
 
غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه او خپله دې پر ۱۴۰۵/۰۶/۱۱ نېټه د داوطلبۍ غونډې ته حاضر شي. 

یادونه: د آفر تضمین ( ۲۵۰۰۰۰، دوه لکه او پنځوس زره) افغانۍ په نغدي توګه اخیستل کېږي. 
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل