د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون کې امارتي شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي پراختیا، د ننګرهار وادي کرنیز او د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکتونو د کرنې او مالدارۍ په لومړني نړیوال نندارتون کې خپل بېلابېل کرنیز محصولات، تولیدات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کړل.
په دغه نندارتون کې د امارتي شرکتونو حضور د هېواد د کرنې، مالدارۍ او کرنیز تولید د ظرفیتونو د معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو د ودې او د خصوصي سکټور او پانګوالو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون د کورنیو او بهرنیو کرنیزو شرکتونو په ګډون سره نن د زمري میاشتې په ۲۰مه نېټه د کابل په افغانستان نړیوال نندارتون کې پیل شو چې د پنځو ورځو لپاره به د لیدونکو پر مخ پرانېستی وي.