د امارتي شرکتونو لوي ریاست
روسي پانګوال د برېښنا تولید فابریکو پر بنسټيزې بیارغونې او تجهیزاتو پانګونه کوي
1405/5/21 00:00
Mumtaz خبرونه

روسي پانګوال د برېښنا تولید فابریکو پر بنسټيزې بیارغونې او تجهیزاتو پانګونه کوي
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد پاور مشینز تخنیکي کمپنۍ له مسؤولینو سره په ګډه ناسته کې د تولیدي فابریکو پر بنسټیزې بیارغونې او تجهیزاتو نوي کولو خبرې وکړې.
 
ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس د برېښنا تولید فابریکو اساسي بیارغونې، تجهیزاتو نوي کول او ظرفیت لوړونې برخو کې د پانګونې فرصتونو او آسانتیاوو یادونه وکړه، چې په وینا یې د افغانستان برېښنا شرکت له روسي پاور مشینز کمپنۍ سره د تخنیکي لومړنیو ارزونو برخه کې هر ډول همکاري کوي.
 
د روسي پاور مشینز کمپنۍ سوداګرۍ برخې مسؤول، ښاغلي دینیس روداکوف وویل چې دوی غواړي افغانستان کې د شته تولیدي فابریکو لومړنۍ تخنیکي ارزونه وکړي، ترڅو د بنسټیزې بیارغونې، تجهیزاتو نوي کولو او ظرفیت لوړولو لپاره خپلې طرحې جوړې کړي.
 
د یادونې وړ ده چې افغانستان دا مهال د برېښنا یو شمېر فعالې تولیدي فابریکې لري، چې لنډ مهال کې یې د تولید پر زیاتوالي او تجهیزاتو پر نوي کولو په پراخه کچه کار شوی دی.