د امارتي شرکتونو لوي ریاست
خبرتیا!
1405/5/21 00:00
Mumtaz خبرونه

خبرتیا!
 
د افغانستان د کرنې، مالدارۍ په لومړني نړیوال نندارتون کې د امارتي شرکتونو لوی رياست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتون تېل، زیتون اچار او د نجارۍ فابریکې تولید کړي لرګین توکي نندارې ته وړاندې کوي.
 
نو له تاسو ټولو درنو هېوادوالو په درنښت هیله کېږي، چې له یاد نندارتون څخه لیدنه وکړئ او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یاد توکي په مناسبې بیې سره وپېرئ.
 
پته: د افغانستان نړیوال نندارتون، ۵۲مه غرفه، د حضوري چمن ترڅنګ ـ کابل