د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د قراردادي بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه
1405/5/22 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د قراردادي بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د قراردادي بستونو لپاره د رقابتي ازموینې پروسه د دغه ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال، د دفتر رئیس، مولوي سعیدالرحمن مظهري د وجهي صندوق رئیس، نجیب الله احمدزي او د اړوندې کمېټې د غړو په شتون کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست په ودانۍکې ترسره شوه.
 
په دې پروسه کې د ګډون لپاره ۸۵ تنه پر شرایطو برابر غوښتونکي پېژندل شوي وو، چې له ډلې یې ۳۷ تنه حاضر او ازموینه ورڅخه واخیستل شوه.
 
د ازموینې په پیل کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د وجهي صندوق رئیس، نجیب الله احمدزي ګډونوالو ته د ازموینې پروسه تشریح کړه او یادونه یې وکړه چې د ازمونیو له پړاونو وروسته به وړ کسان دغو خالي بستونو ته انتخاب شي.
 
د یادونې وړ ده چې دغه پروسه د امارتي شرکتونو لوی ریاست پروژو د همغږي کوونکي د ۱۰ قراردادي بستونو لپاره د وړ کسانو پېژندنې او ټاکنې په موخه ترسره شوه.