د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د فعالیتونو د راپور ورکولو غونډه جوړه شوه
1405/5/22 00:00
Mumtaz خبرونه

د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د فعالیتونو د راپور ورکولو غونډه جوړه شوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د پالیسۍ او ستراتیژیک پلان آمر، احمد بشیر ناصریار، د یو پریزنټېشن له لارې د ۱۴۰۱ کال څخه تر ۱۴۰۵ لمریز کال د لومړۍ ربعې تر پایه پورې د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د شرکت رهبرۍ مقام، رئیسانو او مرکزي آمریتونو مسؤولینو ته وړاندې کړ.
 
په دغه راپور کې د شرکت مالي وضعیت د عوایدو او لګښتونو، پراختیايي بودجې او طلباتو په برخو کې؛ په تخنیکي برخه کې د پروژو سروی، ډیزاین او تطبیق؛ په عملیاتي برخه کې د اوبو تولید او وېش، د مېټرونو نصب، د څاه‌ګانو کېندل، د شبکې پراختیا او بدلون، د اوبو معاینه او د خدمتونو د زیاتوالي؛ د فاضلابو په برخه کې د سروی، ډیزاین او عوایدو او په سوداګریزه برخه کې د پخوانیو او نویو مشترکینو شمېر، د خپل‌سرو نلونو تثبیت، له عددي مشترکینو څخه مېټري سیستم ته د بدلون، د پلېټونو نصب، د بلونو وېش او د مشترکینو د GPS ثبت بهیرونه وڅېړل او وارزول شول.
 
همدارنګه، په اداري برخه کې د تدارکاتي چارو او پروژو د طی مراحلو بهیر، د شرکت تشکیلات او په یادو کلونو کې د کارکوونکو او کارمندانو وضعیت، ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه هم په دقیقه توګه وارزول شول.
 
د یادونې وړ ده چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د شرکت د ټولو مسؤولینو او کارکوونکو له هڅو او زحمتونو څخه مننه وکړه.