د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اداري غونډه ترسره شوه
1405/5/22 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اداري غونډه ترسره شوه
  
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د امارتي شرکتونو لوی ریاست د اړوندو رئیسانو ترمنځ اداري ناسته وشوه. 

یاده غونډه د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه؛ ورپسې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د څارنې او ارزونې لارښود پر مسوده او د (ف س ۹) فورمې د ترتیب او اصولي تائید او یو شمېر نورو متفرقه اداري موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو. 

په پای کې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمنتیا لپاره یې پر منظم او مسؤولانه ترسره کولو ټینګار وکړ.