د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، لاندې ۸ قلمه پرزو او تجهیزاتو ته اړتیا لري:
1- دوه سیټه مکمل د لومړنیو مرستو اطفائیوي وسایل
2- یو سیټ مکمل د اور ضد جامې
3- ۳۰۰ دانې د جن دستګاه ارې
4- ۳۰۰ دانې د جن دستګاه د ارې ترمنځ د پلېټ (قبرغې)
5- د پنبې لپاره یوه پایه د کانډکسر آله
6- د دانه لرونکې پنبې، محلوج او چګټ لپاره یوه پایه د رطوبت مالوموونکې آله
7- ۱۶۰ متره د بالابر (لفټ) کرمجۍ تسمه
8- د پاکخانې لپاره د ام ۱۲ ماشین پکه سره له ۵۵ کیلوواټه موټور او یو پایه کمپلیت ګیربکس سره له شافت او کور
هغه افراد، اشخاص او کورني او بهرني شرکتونه چې د یادو تجهیزاتو د برابرولو لېوالتیا لري، کولای شي د داوطلبۍ د خبرتیا له خپرېدو څخه تر ۱۲ ورځو پورې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو په موخه د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته مراجعه وکړي.
پته: د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت، د بلخ سیلو مخامخ، مزارشریف ښار – بلخ
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۸۷۴۶۰۰۴۳ – ۰۵۰۲۰۰۴۲۹۰ genpressbalkh@gmail.com