د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د درنو سوداګرو او صادروونکو د پام وړ!
1405/5/26 00:00
Mumtaz خبرونه

د درنو سوداګرو او صادروونکو د پام وړ!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت چې معیاري ذبحه‌خانه او پرمختللې سړې خونې لري، ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو او صادروونکو ته د همکارۍ بلنه ورکوي؛ هغه سوداګر چې غواړي د افغانستان لوړکیفیته غوښه نورو هېوادونو ته صادره کړي، کولای شي د یاد امارتي شرکت له معیاري چوپړتیاوو څخه ګټه واخلي.
 
مسلخ امارتي شرکت د اسلامي شریعت، د وترنري اصولو او روغتیايي معیارونو سره سم د غوایي، پسه او نورو حلالو څارویو ذبحه او د غوښې د کیفیت د ساتنې لپاره پرمختللې سړې خونې په خپل واک کې لري؛ همدارنګه، د صادراتو لپاره مناسبه بسته‌بندي، د اړتیا وړ تودوخې درجه (°0-°36-) سانتي ګراد ساتنه او د روغتیايي شرایطو برابرولو د تضمین ډاډ ورکوي.
 
پته: د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت، د مکروریانونو څلورلارې ـ کابل
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
0202304456