د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمدجان بلال د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي په ملتیا بلخ ولایت کې د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت له فابریکو، روانو فعالیتونو او تولیدي بهیر څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د شرکت مسؤولینو یاد پلاوي ته هرکلی ووایه او د شرکت د فعالیتونو، تولیدي ظرفیت او روانو چارو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل؛ همدارنګه مسؤولینو څرګنده کړه چې د شرکت فابریکې د هېوادوالو د اړتیاوو پوره کولو په موخه په درېیو کاري شفټونو کې ۲۴ ساعته دوامداره فعالیت ترسره کوي.
ورپسې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس او د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یاد امارتي شرکت د مسؤولینو او کارکوونکو هڅې او فعالیتونه وستایل او ټینګار یې وکړ چې د تولیدي ظرفیتونو د لوړولو، د فعالیتونو د معیاري کولو او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره دې لازم اقدامات ترسره شي.
همداراز، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس او د صنعت او سوداګرۍ وزیر د شرکت له تخنیکي او عملیاتي برخو څخه هم لیدنه وکړه او د تولیدي بهیر، ماشینونو او تخنیکي تجهیزاتو وضعیت یې له نږدې وڅاره.
په پای کې یاد پلاوي د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت مسؤولینو ته ډاډ ورکړ چې د تولیدي ظرفیتونو پراختیا او د فعالیتونو لا پیاوړتیا په موخه به د اړینو پرزو، ماشینونو او تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو او اخیستلو په برخه کې، لازمې همکارۍ ترسره شي.