د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د معارف مطبعې امارتي شرکت خپل چاپي او فرهنګي آثار نندارې ته وړاندې کړل
1405/5/26 00:00
Mumtaz خبرونه

د معارف مطبعې امارتي شرکت خپل چاپي او فرهنګي آثار نندارې ته وړاندې کړل
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د معارف مطبعې امارتي شرکت د کتاب په فرهنګي نندارتونو کې چې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د خپلواکۍ ورځو د لمانځنې په موخه جوړ شوی، خپل چاپي او فرهنګي آثار نندارې ته وړاندې کړي دي.
 
د کتاب په یاد فرهنګي نندارتون کې د معارف مطبعې امارتي شرکت د خپل فعال حضور سربېره ګڼ شمېر امارتي ادارو او خصوصي سکټور هم خپل چاپي آثار او فرهنګي محصولات نندارې ته ایښي دي.
 
د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون د مطالعې فرهنګ د ودې، د چاپ او خپرونو د صنعت پیاوړتیا او د هېواد فرهنګي ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره جوړ شوی دی.