د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د قوشتېپې ستر کانال له سربند څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال بلخ ولایت د سفر پر مهال چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي او د بلخ ولایت والي، ملا محمد یوسف وفا یې هم ملتیا کوله، د قوشتېپې ستر او ملي کانال د سربند له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال اړوند مسؤولینو او انجنیرانو د قوشتېپې ستر کانال د سربند د روانو ساختماني او تخنیکي چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او د پروژې د پرمختګ، ترسره شویو فعالیتونو او پاتې چارو په تړاو یې جزئیات شریک کړل.
ورپسې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال د پروژې د چارو د ارزونې پر مهال مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د چارو د لا چټکتیا، کیفیت او ښه مدیریت لپاره دې خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي، ترڅو د یادې سترې ملي پروژې د لومړي او دویم فاز پاتې چارې په ټاکلي وخت بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
د یادونې وړ ده چې د قوشتېپې ستر کانال د افغانستان د اوبو او کرنې په برخه کې له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د اوبو د مدیریت او د کرنیز تولید د ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.