د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس د پاور مشینز روسي کمپنۍ له تخنیکي پلاوي سره ولیدل
1405/5/27 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس د پاور مشینز روسي کمپنۍ له تخنیکي پلاوي سره ولیدل
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د روسيې هېواد پاور مشینز کمپنۍ تخنیکي پلاوي سره ګډه ناسته کې د ماهیپر، نغلو، سروبي، درونټې، چاریکار او جبل السراج، پارندې او بغلان برېښنا تولید فابریکو سربېره د شته تولیدي فابریکو تخنیکي ارزونو په اړه خبرې وکړې.
 
د روسیې هېواد یادې کمپنۍ تخنیکي پلاوي د خپلو لومړنیو څېړنو معلومات د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس سره شریک کړل او د فابریکو تولید ظرفیتونو لوړولو، بدلون راوستلو، تجهیزاتو نوي کولو او بشپړو تخنیکي مطالعاتو ترسره کولو اړتیاوو په اړه یې معلومات ورکړل.
 
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د پاورمشینز تخنیکي کمپنۍ تخنیکي پلاوي څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړو چې د برېښنا تولید فابریکو تولیدي ظرفیت لوړولو او تجهیزاتو نوي کولو په ګډون ګڼو اړوند برخو کې پانګونې لپاره اوس هر ډول آسانتیاوې رامنځته شوي دي او دوی کولی شي په ډاډه زړه پانګونې وکړي.
 
ناسته کې د نغلو، درونټې او بغلان برېښنا تولید فابریکو اساسي رغونې او اړتیا وړ برخو کې د تجهیزاتو نوي کولو په تړاو بحث وشو، ترڅو پاورمشینز کمپنۍ له ټاکلو لومړنیو پړاوونو بشپړولو څخه وروسته اړوند برخو کې پانګونه وکړي.