د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست په پام کې لري چې د شفافیت د تأمین، کیفیت د لوړولو او لګښتونو د کمولو په موخه، د افغان ملي بیمې امارتي شرکت د ۱۴۰۴ مالي کال د مالي صورتحسابونو د تفتیش لپاره د بهرني مفتش د ګمارنې پروسه، چې تشخیصیه شمېره یې (ANIC/1405/AD/01) ده، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.
له همدې امله، ټولو هغو بهرنیو تفتیشي شرکتونو څخه چې د مالیې محترم وزارت د افغانستان مسلکي محاسبینو ادارې (CPA-AFG) جواز ولري، بلنه ورکول کېږي چې د روان کال د سنبلې تر ۹مې نېټې پورې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره د https://shorturl.at/iDKqM لېنک ته او یا هم په حضوري ډول د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تفتیش ریاست ته مراجعه وکړي؛ له دقیقې مطالعې وروسته دې خپل وړاندیزونه د مندرجو شرایطو سره سم ترتیب او په ټاکلې نېټه دې یادې ادارې ته وسپاري.
له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۰۶/۲ نېټې، د دوشنبې ورځې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۶/۱۰ نېټې، د سه شنبې ورځې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پنځم پوړ په ۱۴۳مه شمېره شعبه کې ترسره کېږي.
یادونه: ناوخته رسېدلي وړاندېزونه په پروسه کې شامل نه دي.
پته: د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د عامې روغتیا څلورلارې، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته څېرمه – کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او ایمیل پتې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۵۲۷۱۸۱ – audit@gdsoc.gov.af