د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د عامې روغتیا وزارت له پلاوي سره ولیدل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي په خپل کاري دفتر کې د عامې روغتیا وزارت او یو شمېر امارتي ادارو څخه جوړ پلاوي سره ولیدل.
د یاد پلاوي د سفر موخه په ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې د موجودو ۵۹.۷ ټنه ایتانول د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه د ټاکل شوو پرېکړو ارزونه او څېړنه وه.
ټاکل شوي پلاوي ته چې سرپرستي یې د عامې روغتیا وزارت مسؤولین کوي دنده سپارل شوې، ترڅو د ایتانول د موجوده ذخیرې په اړه لازمې ارزونې او څېړنې ترسره کړي، د عملي حللارو په ګډون خپل هر اړخیز راپور ترتیب او په ۱۵ کاري ورځو کې یې د ریاستالوزراء عالي مقام ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه لیدنه کې پر اړوندو موضوعاتو او ګډو همکاريو خبرې وشوې او پلاوي ته ډاډ ورکړل شو چې د ریاستالوزراء عالي مقام د حکم د تطبیق په برخه کې به له اړوندو ادارو سره لازمې همکارۍ ترسره کړي.