د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا تولید پروژو په برخه کې، پنځه تړونونه لاسلیک شول
د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا تولید پروژو په برخه کې، پنځه تړونونه لاسلیک شول
نېټه: چهارشنبه/ ۲۳ / شعبان المعظم/ ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژي شرکت ترمنځ د ۳۳۰ مېګاواټه لمریزې او ۵۱۵ مېګاواټه ډبرو سکرو حرارتي برېښنا تولید، د عملي چارو پیل د تړونونو په لاسلیک مراسمو کې، د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر؛ د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مرستیال، مولوي محمودشاه زاهد، د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار؛ د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري؛ د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس آخندزاده؛ د عزیزي انرژۍ شرکت رئیس، میرویس عزیزي او ګڼو مسئولینو ګډون کړی و.
په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د عزیزي شرکت له لوري د برېښنا تولید دا لویه پانګونه وستایله او ټولو پانګوالو ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړو.
د مراسمو په لړ کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس آخندزاده، د برېښنا انرژي د هېواد په اقتصادي پرمختګ او صنعتي ځان بسیاینه کې، مهم وباله او پر پانګوالو یې غږ وکړ، چې د بشپړ امنیتي ثبات او رڼې حکومتولۍ آسانو شرایطو کې دې د برېښنا انرژۍ پر تولید پانګونې وکړي.
همداراز، د کانونو او پټرولیم وزیر ښاغلي ملا هدایت الله بدري پر ډبرو سکرو سربېره د ټاپې پروژې له ګاز څخه د برېښنا تولید برخه کې هم، د آسانتیاوو یادونه وکړه چې په وینا یې د دې پروژې بشپړېدو سره به په هرات ولایت کې پانګوالو ته پراخې آسانتیاوې رامنځته کړي.
د عزیزي شرکت رئیس میرویس عزیزي خپله وینا کې وویل چې د هېواد اقتصادي او صنعتي پرمختګ لپاره لومړنی اساسي عنصر د برېښنا انرژي وه، نو ځکه یې د برېښنا پر تولید پانګونه وکړه، چې په راتلونکې کې به د اړتیا وړ برخو کې هم پانګونې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د پانګوالو ملاتړ او له هر اړخیزو آسانتیاوو برابرولو وروسته، تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې لسګونو پانګوالو د برېښنا تولید، بنسټونو تأسیس او شبکو پراختیا برخو کې پانګونې کړي دي، چې د کار لاندې پروژو له بشپړېدو سره به، هېواد کې د برېښنا اړتیا په پراخه کچه پوره شي.