د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په باروړونکو موټرو کې د ځیرکو قلفونو د نصب پروژه په رسمي ډول پرانېستل شوه
1405/5/29 00:00
Mumtaz خبرونه

په باروړونکو موټرو کې د ځیرکو قلفونو د نصب پروژه په رسمي ډول پرانېستل شوه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت، د مالیې وزارت او ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په همکارۍ، په ټرانزیټي باروړونکو موټرو کې د جي پي اېس لاکر یا ځیرکو قلفونو د نصب پروژه، چې د ټرانزیټي وسایطو د امنیت، څارنې او مدیریت په موخه طرحه شوې، په رسمي ډول پرانېستل شوه.
 
 د یادې پرژوې د پرانېستې په مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د مالیې وزارت او ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسؤولینو ګډون کړی و.
 
د غونډې ویناوالو، افغانستان د خپل ستراتیژیک جغرافیايي موقعیت له امله د سیمې د اتصال او سوداګرۍ مهم پُل وباله او د ټرانزیټي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره د عصري ټکنالوژۍ پر کارولو یې ټینګار وکړ؛ همدارنګه یې وویل چې د ځیرکو قلفونو سیستم د جي ‌پي ‌اېس ټکنالوژۍ له لارې د باروړونکو وسایطو موقعیت، مسیر او حرکت څاري او د ټاکلي مسیر څخه د انحراف او غیرضروري تم کېدو په صورت کې د لازم اقدام زمینه برابروي.
 
همداراز مسؤولینو زیاته کړه، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ټرانزیټي مالونو د لېږد بهیر لا خوندي، منظم، د ټرانزیټ چارې لا شفافې، د اړوندو ادارو د څارنې او مدیریت وړتیا به پیاوړې شي.
 
د یادونې وړ ده چې مسؤولینو د ځیرکو قلفونو پروژه د افغانستان د ټرانزیټي سیستم د معیاري کولو او د سوداګریزو مالونو د خوندي لېږد په برخه کې مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمه‌ ییز اتصال او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان رول لا پیاوړی شي.