د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/5/31 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هوټلونو امارتي شرکت ټولو پر شرايطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د هوټلونو امارتي شرکت د برېښنایي اجناسو د تهیې او تدارک داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخیصیه شمېره یې (HSOC/1405/NCB/G-2495) ده، ګډون وکړي.
 
د شرطپاڼې شرایط د قرارداد قانون او د عامه تدارکاتو د اجراأتو طرزالعمل د نافذه اصولو سره سم عملي کېږي؛ د آفر تضمین نه اخیستل کېږي.
 
د آفر پرانېستنې مخکې غونډه به د ۱۴۰۵/۶/۸ نېټې د سهار ۱۰:۰۰ بجې او د آفر پرانېستنې غونډه به د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د سهار ۱۰:۰۰ بجې ترسره کېږي.
 
یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
 
غوښتونکي کولای شي د داوطلبۍ شرطپاڼه له لاندې پتو څخه ترلاسه کړي:
ـ درېیمه کارته، اوم سړک ، ۳۰مه شمېره کور، د هوټلونو امـ.ـارتي شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت - کابل
ـ  د ملي تدارکاتو له سایټ څخه.
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:
 ۰۷۴۷۹۹۱۳۱۹