د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د لوګر پوهنتون لیلیې ته یوولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
1405/5/31 00:00
Mumtaz خبرونه

د لوګر پوهنتون لیلیې ته یوولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د لوګر ولایت د ارزاقو مدیریت د لوګر پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.
 
په لېږدول شویو خوراکي توکو کې ۳۵۹۲ کیلوګرامه وریجې، ۱۵۰۰ کیلوګرامه مایع غوړي، ۶۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۳۵۰ کیلوګرامه رُب، ۵۰۰ کیلوګرامه بوره، ۵۰۰ کیلوګرامه مالګه، ۱۲ کیلوګرامه زیره، ۲۰ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۸ کیلوګرامه کورکمن، ۱۲ کیلوګرامه د دیګ څلورګوني مساله او ۳.۳ کیلوګرامه د چای هیل شامل دي.
 
 
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام، د هېواد په کچه د پوهنتونونو لیلیو او نورو ادارو سره د شویو تړونونو له مخې خوراکي توکي په منظم ډول لېږدوي.