د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/6/2 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په پام کې لري چې د بغلان ولایت پلخمري ښار د شپږمې ناحیې په پل چشمه شفا سیمه کې د باغ لب دریا ته څېرمه خپله ۹۲۲۵ متره مربع سپینه ځمکه د ۱۰ کلونو لپاره د آزادې داوطلبۍ (د تړلې بڼې آفر) له لارې په اجاره ورکړي.
 
هغه شرکتونه، افراد او انفرادي اشخاص چې د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي چې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو آمریت څخه شرطپاڼه ترلاسه کړي.
 
د آفر پرانېستنې غونډه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه ۱۰ ورځې وروسته د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په تالار کې جوړېږي.
 
پته: د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت، پل معدن، درېیمه ناحیه، پلخمري ښار ـ بغلان
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۸۴۳۴۲۰۰۰