د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت خپله (۲۰۰ دوه سوه ټنه) محلوچ پنبه د آزادې داوطلبۍ له لارې پلوري (بیاځلې اعلان).
هغه کسان چې د یاد تړون د ترسره کولو غوښتنه لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه تر ۱/ ۰۶/ ۱۴۰۵ نېټې پورې، د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د خرڅلاو مدیریت ته وسپاري.
یادونه: غوښتونکي دې په ۱۴۰۵/۶/۲ نېټه، د دوشنبې ورځ د داوطلبی غونډې ته حاضر شي؛ تضمین د شرطپاڼې له کتلو وروسته اخیستل کېږي.
پته: د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت، لومړۍ ناحیه، لښکرګاه ښار ـ هلمند