د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په ختیځ زون کې د غنمو د اصلاح شویو بذري تخمونو د پروسېس بهیر پیل شو
1405/6/2 00:00
Mumtaz خبرونه

په ختیځ زون کې د غنمو د اصلاح شویو بذري تخمونو د پروسېس بهیر پیل شو
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د اصلاح شویو بذري تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت په ختیځ زون کې د غنمو د اصلاح شویو بذري تخمونو د بنسټیزو او تصدیق شویو ټولګیو د پروسېس او معیاري کولو بهیر پیل کړ.
 
دغه فعالیت د لوړکیفیته او د کرنیزو او تخنیکي معیارونو مطابق د بذري تخمونو د برابرولو، چمتو کولو او عرضه کولو په موخه ترسره کېږي؛ په دې بهیر کې د غنمو اصلاح شوي بذري تخمونه د پرمختللو او مجهزو ماشینونو په وسیله د پاکولو، بېلولو او درجه‌بندۍ له بېلابېلو پړاوونو تېرېږي او د وروستي پروسېس، معیاري کولو او چمتو کولو لپاره برابرېږي.
 
په دې پروسه کې کارېدونکي ماشینونه په ساعت کې د ۱.۵ تر ۲ متریک ټنه د تولید ظرفیت لري، چې له امله یې د بذري تخمونو چټک، اغېزمن او معیاري پروسېس زمینه برابره شوې ده.
 
د دغو پرمختللو تجهیزاتو کارول د بذري تخمونو د کیفیت او فزیکي پاکوالي په لوړولو کې مهم رول لري او بزګرانو ته د معیاري او لوړکیفیته بذري تخمونو د وړاندې کولو زمینه برابروي.
 
د یادونې وړ ده چې دغه اقدام په هېواد کې د بذري تخمونو د کیفیت د لوړولو، د بزګرانو ملاتړ، د تولیدي ظرفیت زیاتولو او د غنمو حاصلاتو د ښه والي په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.