د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ایران ته سفر وکړ
1405/6/2 00:00
Mumtaz خبرونه

د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ایران ته سفر وکړ
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، قاري رحمت الله عباس د غوښې او لبنیاتو د تولید او پروسېس د عصري ماشینرۍ د ارزونې، پېرودلو او د نوې ټکنالوژۍ د لېږد په موخه د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ.
 
د دغه رسمي سفر په ترڅ کې به د غوښې او لبنیاتو د پروسېس، بسته‌بندۍ او سړو خونو په برخو کې د عصري ماشینرۍ او تجهیزاتو له بېلابېلو فابریکو او شرکتونو څخه لیدنه وشي او د اړوندو مسلکي مسؤولینو سره به د همکاریو او تخنیکي تجربو د تبادلې په اړه خبرې وشي.
 
د دې سفر اساسي موخه د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت د تولیدي ظرفیت لوړول، د غوښې او لبنیاتو د پروسېس معیاري کول، د کیفیت او حفظ‌الصحې د معیارونو پیاوړتیا او د عصري ټکنالوژۍ په وسیله د کورنیو تولیداتو د پراختیا زمینه برابرول دي.
 
یاد امارتي شرکت هڅه کوي چې د عصري تجهیزاتو او نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د هېواد د غوښې او لبنیاتو په برخه کې د تولید او بسته‌بندۍ کچه لوړه او د هېوادوالو لپاره باکیفیته او معیاري محصولات وړاندې کړي.