د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د تړون د ورکړې خبرتيا!
1404/11/23 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې له دويمې فقرې سره سم غواړي چې د ميكانيزه ماشین آلاتو د افزارو او اجناسو د تدارک او برابرولو تړون له سلمان عمر لمتيد سره چې د (۸۶۳۶۰) گڼې جواز لرونکی دی او د ننګرهار ولایت، جلال آباد ښار، نهمې ناحیې، د وزیر آباد ۷مې کوڅې کې موقعيت لري، ترسره کړي. د تړون لومړنۍ بیه (۲۵۵۵۸۴۰ دوه میلیونه پنځه سوه پنځه پنځوس زره او اته سوه څلوېښت) افغانۍ ده. هغه حقيقي او حكمي اشخاص چې هر ډول نيوكه لري، کولای شي خپله نیوکه د تداركاتو قانون د ۵۰مې مادې سره سم په ليكلې بڼه، سره له دلایلو د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (٧) کاري ورځو پورې، د ننګرهار وادي كرنيز امارتي شركت د تداركاتو عمومي مدیریت ته وسپاري. یادونه: دا خبرتيا د تړون د ورکړې په معنا نه ده او د پورته ذكر شوې مودې او قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به، تړون لاسليك نه شي. پته: د کابل ـ جلال آباد لویه لاره، سرخرود دوه سړکه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ـ ننګرهار