د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ او د یاد امارتي شرکت د مرستیالانو، رئیسانو او آمرینو په ګډون اداري ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې د تېرې ناستې د لارښوونو او پرېکړو د تعقیب ترڅنګ، د ځیرکو قلفونو پروژې د لا ښه تطبیق، هېوادوالو ته د نړیوالو خدمتونو پر ټاکلي وخت د رسېدو او یو شمېر نورو مهمو اداري، عملیاتي او مالي موضوعاتو په اړه هـر اړخیز بحث وشو.
د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړې.