د میدان وردګ ولایت پوهنتون او د بادغیس ولایت د حضرت خالد بن ولید عالي دارالعلوم ته خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو او فعالیتونو په لړ کې د میدان وردګ ولایت پوهنتون ته ۱۴ قلمه او د بادغیس ولایت د حضرت خالد بن ولید عالي دارالعلوم ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.
د میدان وردګ ولایت پوهنتون ته په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې، ۴۱ کیلوګرامه نباتي غوړي، ۵۶ کیلوګرامه لوبیا، ۶.۵ کیلوګرامه نخود، ۲۹.۸ کیلوګرامه مالګه، ۴۶.۵ کیلوګرامه بوره، ۲.۷ کیلوګرامه شین چای، ۱۴۹ ګرامه د چای هېل، ۹۳۱ ګرامه د قورمې مساله، ۱.۸ کیلوګرامه د دیګ رنګ شیرین، ۵۵۸ ګرامه زیره، ۵۵۸ ګرامه څلور مساله، ۳۷۲ ګرامه کورکمن او ۱۸ کیلوګرامه رُب شامل دي.
همداراز د بادغیس ولایت د حضرت خالد بن ولید عالي دارالعلوم ته د خوراکي توکو په لېست کې وریجې، غوړي، بوره، چای، مالګه او نور د اړتیا وړ خوراکي توکي شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خدمتونو لړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې روانه ده او د دې بهیر څارنه او ارزونه د ولایتي مدیرانو له لوري ترسره کېږي.