د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت غواړي چې په روان لمریز کال کې پر څلورګونو فارمونو د کښت شوې ۲۱۰۷ جریبه د مۍ (ماش) کټي او واښه (علوفه) د آزادې داوطلبۍ له لارې وپلوري.
یاده اندازه په لاندې ډول وېشل شوې ده:
هډې فارم: ۴۸۳ جریبه، په عبدالخېلو او اووم بلاک کې
دویم فارم: ۶۳۴ جریبه
درېیم فارم: ۵۵۰ جریبه
څلورم فارم: ۴۴۰ جریبه
هغه اشخاص، مؤسسې او شرکتونه چې د دغه کټي او علوفې د اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د دې خبرتیا له خپرېدو تر ۷ کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د یاد امارتي شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته وسپاري.
یادونه: د داوطلبۍ شرطپاڼه د اړوندې ادارې څخه ترلاسه او کتلای شئ؛ د داوطلبۍ تضمین د نافذه مقرراتو له مخې په نغدي ډول اخیستل کېږي.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سرخرود دوه سړکه، جلال آباد ښار ـ ننګرهار