د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/6/4 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت د تالقان د سپین زر عمومي مدیریت د لا ډېرو عوایدو د ترلاسه کولو په موخه، د شرکت په عمومي سړک کې د موټر مینځلو ځای یوه حلقه څاه، چې مخکې د (۱۳۸۲۴۰ یو سل او اته دېرش زره، دوه سوه او څلوېښت) افغانیو په بدل کې یې تړون ترسره شوی و، د تړون مودې له پای ته رسېدو وروسته یې د مزایدې لپاره اعلان ته سپاري.
 
بناءً، هغه اشخاص او پر شرایطو برابر کسان چې غواړي د یادې څاه په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر ۱۰ ورځو پورې د تالقان سپین زر عمومي مدیریت ته وسپاري؛ شرطپاڼه کتلای شي او تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.
 
پته: د تالقان سپین زر عمومي مدیریت، د سپین زر سوداګریز ښارګوټي ته څېرمه، د تالقان ښار ـ تخار
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۰۰۷۰۳۸۱۱