د کوکچې کانال د تطبیق کېدونکې طرحې له سیمې څخه لیدنه وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د کندز سپین زر امارتي شرکت رئیس عبدالحفیظ فریاد؛ د کندز والي، ملا محمد خان دعوت او د تخار والي، مولوي سمیع الله حزب الله د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د قلعه مامه یي سیمې اړوند د کوکچې کانال د تطبیق کېدونکې طرحې له سیمې څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پرمهال، د کندز سپین زر امارتي شرکت رئیس، عبدالحفیظ فریاد د کوکچې کانال د نقشې طرحې او ارزښت په اړه ټولیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د کوکچې کانال په دوه جلا فازونو کې طرحه او ډيزاين شوی؛ لومړۍ برخه یې له قلعه مامه یي سربند څخه پیل او د ۱۰۶ کیلومتره په اوږدوالي سره د کندز ابدان دښتې پورې دوام کوي او دویمه برخه یې د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ له ظلم آباد کلي څخه پیل او د ۱۳۶کیلومتره په اوږدوالي، د سمنګان ولایت تر خلم ولسوالۍ پورې دوام ومومي.
ښاغلي فریاد زیاته کړه چې د کوکچې کانال د شمال ختیځ زون د ولایتونو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره حیاتي ارزښت لري او په عملي کېدو سره به یې په تخار، کندز او سمنګان ولایتونو کې نږدې ۳ سوه زره هکټاره للمي ځمکه خړوبه شي.
د دغې لیدنې پرمهال، د کندز والي ملا محمد خان دعوت او د تخار والي مولوي سمیع الله حزبالله د یادې طرحې د ستاینې ترڅنګ، د کوکچې کانال په اړه له وړاندې شوې طرحې څخه ملاتړ وکړ او د یادې پروژې د پلي کېدو په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د کندز سپین زر امارتي شرکت، د هېواد د اوبو او انرژۍ له وزارت سره په همغږۍ، له تېر یو کال راهیسې د دې کانال پیلیزه طرحه او اساسي نقشه تر لاس لاندې نیولې ده.