د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د هلمند ولایت له مسؤولینو، سوداګرو او قومي مخورو سره ولیدل
1405/6/4 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د هلمند ولایت له مسؤولینو، سوداګرو او قومي مخورو سره ولیدل
 
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال د هلمند ولایت د والي له مرستیال، مولوي رحیم الله محمود، د هلمند د علماؤو شورا مرستیال، مولوي محمد ګل، د هلمند بُست د پنبې نباتي غوړیو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالله مسلم، د هلمند د حجارۍ او نجارۍ امارتي شرکت مسؤولینو، سوداګرو او قومي مخورو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
 
د لیدنې په پیل کې د ګډ پلاوي غړو د امارتي شرکتونو عمومي رئیس سره له لیدنې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په هلمند ولایت کې موجودو دوه شرکتونو (د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو او د هلمند حجارۍ او نجارۍ) ته باید پاملرنه زیاته شي او پخواني حالت ته یې د بېرته راګرځېدو او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه یې د نوې ماشنیرۍ نصبولو غوښتنه وکړه.
 
همدارنګه راغلي پلاوي د هلمند ولایت د بزګرانو د لاسنیوي او ملاتړ لپاره د اصلاح شویو تخمونو د لېږد او د اوبو سطحې د ښکته کېدو د مخنیوي لپاره یې د همکاریو هیله څرګنده کړه.
 
ورپسې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه چې د پلان له مخې د ټولو امارتي شرکتونو د پرمختګ لپاره هڅې روانې دي او تمه ده چې له نړیوالو معیارونو سره برابرې چوپړتیاوې هېوادوالو ته وړاندې شي؛ د دې سربېره د عوایدو، مالیاتو، بنسټیزو پروژو او د تولید په برخو کې ځینې شرکتونه لوی پرمختګونه هم لري.
 
همداراز ښاغلي بلال وویل چې شته امکاناتو ته په کتو سره د فابریکو د ماشینرۍ نوي کېدلو ته ژمن دي، ترڅو ټولې فابریکې په عصري ماشینرۍ سمبال شي؛ د هلمند بُست پنبې د پروسېس لپاره په پلان کې ده چې د کندهار نساجۍ لپاره نوي ماشینونو وپېرل شي.
 
د یادې لیدنې په پای کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس زیاته کړه چې د هېواد د محصولاتو لپاره د ښې بازارموندنې په موخه د ګاونډیو هېوادونو له ټولو دولتي او خصوصي سکټورونو سره غونډې شوي او دا لړۍ به لا هم دوام ولري.