د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت د تالقان د سپین زر عمومي مدیریت د لا ډېرو عوایدو د ترلاسه کولو په موخه، د شرکت په عمومي سړک کې یو هوټل، چې مخکې د (۴۲۰۰۰ دوه څلویښت زره) افغانیو په بدل کې یې تړون ترسره شوی و، د تړون مودې له پای ته رسېدو وروسته یې د مزایدې لپاره اعلان ته سپاري.
بناءً، هغه اشخاص او پر شرایطو برابر کسان چې غواړي په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر ۱۰ ورځو پورې د تالقان سپین زر عمومي مدیریت ته وسپاري؛ شرطپاڼه کتلای شي او تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د تالقان سپین زر عمومي مدیریت، د سپین زر سوداګریز ښارګوټي ته څېرمه، د تالقان ښار ـ تخار
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۰۰۷۰۳۸۱۱