د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اداري فعالیتونو لپاره د لمریزې انرژۍ د کارونې پروژه پرانېستل شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د هغو فعالیتونو په دوام چې د اوبو رسولو د تولیدي مرکزونو او سایټونو د لمریزې انرژۍ په کارولو سره ترسره کېږي، دا ځل د لمریزې برېښنا د سیستم په نصبولو سره د خپلو اداري فعالیتونو لپاره د اړتیا وړ برېښنا هم له لمریزې انرژۍ څخه تأمین کړه؛ هغه پرېکړه چې د برېښنا له جنراتورونو او ښاري شبکې څخه د شرکت د اړتیا کچه راکموي.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلامالرحمن کظیم د همدې موخې لپاره جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د ښاریانو لپاره د څښاک پاکو او صحي اوبو د برابرولو ترڅنګ، د سالم او له چاپېریالي ګواښونو څخه پاک چاپېریال تأمینول هم زموږ له مسؤولیتونو څخه دي.
ښاغلي کظیم زیاته کړه چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت تر دې دمه له شلو څخه ډېر مرکزونه په لمریزو سیستمونو سمبال کړي او هڅه کوي چې په ټولو تولیدي، توضیعی سایټونو او اړوندو ادارو کې له دوامدارې لمریزې انرژۍ څخه استفاده وکړي.
په دې مراسمو کې، د امارتی شرکتونو لوی ریاست تجارتي رئیس، مولوي عبدالحلیم صفدر د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مسؤولینو له نوښتونو او اغېزناکو فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، د دوامدارو خدمتونو وړاندې کولو او د اوبو د سپما په برخه کې یې د یاد امارتي شرکت او د هېواد د ښاریانو پر مسؤولیت ټینګار وکړ.
مسؤولینو وویل چې په دغې پروژه شاوخوا شپږ میلیونه افغانۍ څخه زیات لګښت راغلی، چې د یاد شرکت له داخلي بودیجې څخه تأمین او د «سباوون کمال لوژستیکي شرکت» له لورې تطبیق شوې ده؛ په دې سیستم کې ۳۰۰ لمریزې تختې او ۱۶ دستګاوې، چې هره یوه یې ۵ کیلوواټه ظرفیت لري، کارول شوې دي، چې د ورځې شاوخوا ۱۷۵ کیلوواټه او د شپې ۸۰ کیلوواټه برېښنا تأمینوي.
په پای کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د څارنې، ارزونې او پالیسۍ معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلامالرحمن کظیم په حضور کې، د یادې پروژې د فعالولو تڼۍ په کېکاږلو سره پروژه رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.